کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢نيټه :
پنځه تنه ډار اچوونکي د کونړ ولايت په مربوطاتوکې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په محاربوي او چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په هغو عملياتوکې چې د کونړ ولايت د مانوګي ولسوالۍ په قندهاري سيمه کې ترسره شول؛ په نتيجه کې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې د دښمن د وسلو او مهماتو يوه زيرمه هم له منځه يوړل شوه .
دغه راز افغان امنيتي اودفاعي ځواکونو په هغو ګډو او چاڼيزو عملياتوکې چې د کونړ ولايت ددانګام ولسوالۍ د آهنګرانو په سيمه کې ترسره کړل؛ په نتيجه کې يې د هاوان څلور ماينونه او يو توغندى ويشتوونکى په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې:
د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې له افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې يو ډار اچوونکى ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
پاى ذکرالله
5 1 دقیقه لوستل