امنیت

ديارلس تنه په کابل کې دجنايي جرمونو دپيښو په اړوند ونيول شول .

کابل باختر د لړم اووه ويشتمه : دکابل پوليسو دکابل ښار له بيلابيلو سيمو څخه ديارلس تنه دجنايي جرمونو لکه دوسايطو دپليت غلا ، دنشه يي توکو دپلورلو، دځمکې دغصبولو او دپيسو دلوټولو په تور ونيول . دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . په څلورمې امنيتي حوزې کې يو نولس کلن هلک دموټر دپليټ دغلا ، ددولسمې حوزې په مربوطاتو کې څلور تنه دشوکمارۍ او دبګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور تنه دځمکې دغصبولو په تور دملي پوليسو له خوا ونيول شول . ديوبل خبر له مخې ، دکابل پوليسو دکابل ښار دپنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ديوې تروريستي پيښې مخه ونيوله . د ارپي جي دوه ګولۍ چې دوسله والو مخالفينو له خوا دتروريستي بريدونوپه مقصد دپنځمې حوزې په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي وو کشف اوشنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته