ټولنه

په تورخم ښارګوټي کې پر بېوزلو کورنيو غير خوراکي توکي ووېشل شول

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
په تورخم ښارګوټي کې پرون پر يو شمېر بېوزلو کورنيو غير خوراکي توکي ووېشل شول .
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو مرستوکې شړۍ، توشکې او بالښتونه شته چې  د ننګرهار د ولايتي شورا د غړي ناصر کامه وال او د يوه ملي سوداګر الياس خان له خوا پر بې وزلو کورنيو ووېشل شول.
د ننګرهار له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست يوه مسوول وويل چې د ننګرهار په نورو سيمو کې به هم پر بې وزلو کورنيو د دغو مرستو وېشل دوام وکړي.
د دغو مرستو د وېش په وخت کې د ننګرهار والي او يوشمېر دولتي مسوولين هم  حاضر وو.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته