روغتیا

سږکال د کونړ او ننګرهار په ولايتونوکې د پوليو نهه پيښې ثبتې شوې دي

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
دعامې روغتيا وزارت ويندوى نن په هيوادکې د پوليو دنهو پیښو ثبتول تاييد کړل.
ډاکتر کنشکا چې په دې باب يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل : د روان کال په بهيرکې دهيواد په ختيځو ولايتونو کې دپوليو نهه نوې پيښې ثبتې شوې دي چې شپږ پيښې په کونړ او درې پيښې په ننګرهار ولايت کې ثبتې شوې دي.
داکټر کنشکا څرګنده کړه چې تيرکال د هلمند، قندهار، ننګرهار او دکونړ په ولايتونوکې د پوليو اووه ديرش پيښې ثبتې شوې وې، خو سږکال دقندهار او هلمند په ولايتونوکې دپوليسو کومه پيښه نه ده ثبته شوې.
ده دکونړ او ننګرهار په ولايتونوکې دپوليو دنويو پيښو علت پاکستان ته دخلکو مهاجرت وباله او زياته يې کړه چې دماشومانو دګوزڼ پيښې په ګاونډي هيواد پاکستان کې شته او له همدې امله سږ کال ددغې ناروغۍ پيښې له پاکستان سره په سرحدي ولايتونوکې هم رامنځته شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته