سیاست

دبهرنيو چارو وزير په بهرنيو او دامنيتي سياست په چارو کې داروپا داتحادېې له جګپوړې استازې سره وکتل .

-کابل باختر د تلې لومړي:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني تير ماښام په نيويارک  کې دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې د يو اويايمې غونډې تر څنګ په بهرنيو چارو او په امنيتي سياست  کې داروپا داتحاديې له جګپوړې استازې ميرمن فدريکا موګرني سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ:په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان په باب دبروکسل کنفرانس دجوړولو لپاره دتياري په باب خبرې وکړې او په دې کنفرانس کې دهېوادونو او دنړيوالو سازمانونو دهئيتونو دګډون دکچې له امله چې تراوسه پورې تاييد شوې ده خوښي څرګنده کړه .
دواړو لورو دغه راز دمهاجرينو لپاره دراتلوونکي ګډ چلند په باره کې خبرې وکړې او موافقه يې وکړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت له لوري دغه سند به دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزير داروپا  له اتحاديې سره لاسليک کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته