نړۍ

د آلمان په هامبورګ کې د روسيې د جمهور رئيس د استوګنې په هوټل د ناپيژاندو کسانو بريد

هامبورګ ايرنا باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٧ :
ناپيژاندوکسانو د آلمان په هامبورګ کې د روسيې د جمهور رئيس او د هغه د ملګرو د استوګنې د ځاى د هوټل په امنيتي مامورينو بريد وکړ.
د ايرنا خبري آژانس دتاس د خبري آژانس له خولې خبر راکړ :
په داسې حال کې چې د روسيې جمهوررئيس ولاديميرپوتين د(٢٠ ډلې) په غونډه کې د ګډون په موخه د آلمان په هامبورګ کې دى، الماني ورځپاڼې ( بايلد) خبر ورکړ  چې ناپيژاندوکسانو د ده او د هغه د ملګرو د استوګنې د ځاى د هوټل په امنيتي مامورينو بريدکړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د کريملين د ماڼۍ وياند ديميتري پسکوف د تاس خبري آژانس ته ويلي دي چې په دغه شان بريد خبر نه دى .
د دغه بريد په وخت کې پوتين د هامبورګ په يو بل ځاى کې او د شلمې ډلې د غونډې د جوړيدو په سيمه د کنګرې په ودانۍ کې و.
د شملې ډلې غونډه سږکال د امريکا د متحده ايالاتود جمهوررئيس دونالدترامپ د دولت تجريد غوښتوونکو سياستونو ته په پاملرنې سره دبې سارو اختلافونو  او دغه راز  د نړيوالو سياستونو دټاکنې لپاره دنويو ايتلافونو اوسياليو ډګر دى.
د هامبورګ غونډه د دغې ډلې ډيره اختلافي غونډه ده  چې د جګړو، اقليمي بدلونونو ، نړيوالې سوداګرۍ او د شمالي کوريا د راکټي آزمايښتونو په ګډون د مسئلو په باره کې د يو لړ اختلافونو ډګر وي.
دغه راز دغه غونډه د پانګونې د مخالفانو او دغه راز د ژوندانه د چاپيريال د ملاتړو د مظاهرو  تر سيوري لاندې به تر سختو امنيتي تدبيرونوکې جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته