سیاست

د ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پيغام

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٩ :
د هېواد د يوه سياسي او فرهنګي شخصيت محمداسماعيل اکبر د مړينې په مناسبت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پيغام
خويندو او ورونو !
د هېواد د فرهنګ د چارو او د سياسي برخې د پيژندل شوې څيرې محمداسماعيل اکبر د مړينې د خبر په اوريدو سره سخت خواشينى او غمجن شوم.
په دې وسيله د خپلې ژورې خواخوږۍ او خپګان مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته څرګندوم او ارواښاد ته د لوى خداى (ج) له دربارڅخه د مغفرت او  کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کوم .
محمداسماعيل اکبر د هېواد يو نوميالى ليکوال، سياستوال او ورځپاڼه ليکوونکى و چې نه يوازې په خپل ټاټوبي دجوزجان ولايت د آقچې په ولسوالۍ کې بلکې په ټول افغانستان کې شهرت ته رسيدلى و.
دى د خپلو سياسي مبارزو او عدالت غوښتنې په لاره کې څو ځلې جيل ته لاړ، خو دغو سختيو هېڅکله هغه د خپلې سياسي حق غوښتوونکې لارې له دوام څخه منع نه کړ.
ارواښاد محمداسماعيل اکبر د هېواد د فرهنګ د برخې يو سابقه لرونکى و او په بېلابېلو برخوکې ارزښتناکې مقالې او آثار لري او مړينه يې د افغانستان فرهنګي ټولنې ته يوه ستره ضايعه بلل کيږي.
يوځل بيا د دغه مبارز او پياوړي ميړني پاک روح ته دعا کوم او کورنۍ ته يې د ډاډګيرنې مراتب څرګندوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته