کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٠ :
په غزني ولايت کې نن دماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغزني ولايت وياند شفيق ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه ولايت په مرکز پورې اړونده ساحه کې په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله دوه تنه لارويان ټپيان شول .
ويل کيږي چې دغه ماين واټ ته څېرمه په يو ګلدان کې ښخ کړاى شوى و چې د چاودنې له امله يې يوه ميرمن او يو نارينه ټپيان شول.
ننګ زياته کړه: د پيښې ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي او د يوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
دافغانستان په مرکزي سيمه کې دغزني ولايت په نسبي ډول نا امن بلل کيږي چې دهغه په ولسواليو کې ياغي ډلې فعال شتون لري .
0 1 دقیقه لوستل