امنیت

يو تن وسله وال مخالف ووژل شو او شپږ تنه نوريې ونيول شول

کابل – باختر دليندۍپنځه ويشتمه :
د آيساف ځواکونو دکونړ او ننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې د يو تن وسله وال مخالف د وژل کېدو او د شپږ تنو نورو د نيولو خبرورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې دآيساف دځواکونو له خوا باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوى دى چې د دولت يو وسله وال مخالف دکونړ ولايت په اسمار ولسوالۍ کې دملي اردو له ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شو او شپږ تنه وسله وال مخالفين دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دافغان او ناټو دځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې په واټ کې يو ښخ کړى شوى ماين هم کشف او شنډ کړى شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته