سیاست

د بادغیس مشرانو او مخورو د حکومت د برنامو ملاتړ وکړ

قلعه نو باختر د کب د مياشتې ٢٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماښام د بادغیس ولایت له یوشمېر مشرانو او مخورو سره په ارګ کې وکتل.
په دې غونډه کې عبدالرزاق شرفیار او سید عبدالله ندیم‏ زوی د نورو مشرانو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوى  د بادغیس ولایت غوښتنې، ستونزې او اړتیاوې مطرح او د دې ولایت پر اقتصادي وده او متوازن انکشاف يې ټینګار وکړ.
دوى د جمهور ریېس غني د بهرني سیاست او د حکومت د اقتصادي او زیربنایي برنامو څخه ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه، د سیمه ییزو لویو انکشافي پروژو د کار پرانیسته به د افغانستان د ټولنيز، امنیتي او سیاسي وضعیت د ښه والي لامل شي.
وروسته د هېواد جمهور رئیس د بادغیس ولایت مشرانو او مخورو ته د هرکلي ترڅنګ د حکومت د برنامو د ملاتړ له امله د هغوی قدرداني وکړه ويې ویل،په بادغیس ولایت کې به د سترو پراختیایي پروژو د تطبیق او په ځانګړي ډول د حلقوي سړک او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا له امله د پام وړ ښه والی راشي.
د هېواد جمهور رئیس  له دولت سره د بادغیس ولایت د خلکو د همکارۍ مننه وکړه او د سولې او ثبات په راوستلو کې یې د خلکو رول مهم وباله.
جمهور ریېس وویل د کلیو د بيارغولو او پراختیا وزارت  د متوازن انکشاف لپاره ځانګړې  برنامې لري چې په ترڅ کې به يې ، سرحدي ولسوالیو ته زیاته پاملرنه وشي.
جمهور رئیس محمداشرف غني څرګنده کړه چې، د ولسي تړون د برنامې په بشپړ تطبیق سره به د لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو خلک هوسا شي او له هغوی یې وغوښتل، چې د برنامو د تطبيق او د سولې د راوستو په برخه کې خپل مشخص وړاندېزونه ترتیب او وړاندې کړي.پاى_ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته