ښوونه او روزنه

ډاکتر بلخي : خصوصي ښوونځي دې دسرتيرو دماشومانو ملاتړ وکړي .

کابل /دلړم لومړى / باختر :
دپوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي نن دخصوصي ښوونځيو داتحاديې له مشرتابه هيئت سره  په کتنه کې له هغوى څخه وغوښتل چې دسرتيرو دماشومانو ملاتړ وکړي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې کتنه کې ډاکتر بلخي دپوهنې په  تعليمي نظام کې له ښوونځي څخه بهر ماشومانو  په شاملولو  کې دغير دولتي ښوونځيو په همکارى او دغه راز دزده کړه ييزو خدمتونو په وړاندې  کولو او دپوځيانو  په تېره بيا  دسرتيرو دماشومانوله ښوونې او روزنې سره په ملاتړ باندې  ټينګاروکړ .  دخصوصي ښوونځيو داتحاديې رييس محمد داود بابر د پوځيانو په تېره بيا دسرتيرو دماشومانو له ښوونې او روزنې سره دملاتړ او له ښوونځي څخه  بهر دماشومانو په شاملولوکې له پوهنې سره دهمکارى په هرکلى سره دخصوصي ښوونځيو تيارى څرګند کړ .
دغه راز په دې کتنه کې دخصوصي ښوونځيو دمقررې ، په خصوصي ښوونځيو کې دماليې اودبريښنا دلګښتونو په کمښت کې دجمهور رييس دشفاعي لارښوونې ، تقويتي مضمونونو اوبدنې روزنې او ورزش ته دزياتې پاملرنې په باب هم خبرې وشوې .   ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته