ورزش

داحمد شاه باباد فوتبال ټيم دکندهار دفوتبال دسياليو اتل شو

داحمد شاه بابا دفوتبال  ټيم په پرله پسي  توګه ددريم کال لپاره دکندهار ولايت دفوتبال دمني دسياليو اتل شو .

 دغه ټيم په وروستۍ لوبه کې وکولاي شول چې داتفاق ټيم  ته ددوو په مقابل کې په دريو سره ماتي روکړي او داتلوالي  جام وګټي .

 په دغو سياليو کې سره له دي چې دوه ټيمونه  ښه وځليدل خو په پاى کې داحمد شاه بابا ټيم ديو ګول  په توپير سره دلوبو په لومړى رديف کې ځاى ونيوه .

 په دغو سياليو کې داتفاق اوبريښنا  ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل .

 دکندهار ولايت ورزشي آمر محمد الله ګلالي وويل دغه سيالۍ دفوتبال ورزشي  او دکندهار ولايت  منتخب ټيم ته ددغې ورزشي  څانګې دغوره  څيرو دانتخاب لپاره پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته