نړۍ

د يونسکو نوې لويه مديره انتخاب شوه

پاريس ايرنا باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
د فرانسي د فرهنګ پخوانۍ وزيرې ميرمن اودره ازوله پرون مازيګر د اکثريت رايو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول د يونسکو د سازمان د يوولسمې لويې مديرې په توګه انتخاب شي .
د فرانسي د خبري آژانس د خبرله مخې:
  د يونسکو د سازمان اجرائيوي شورا له شپږو پراخو دورو انتخاباتو وروسته  چې د دوشنبې په ورځ پيل شوي وو، ميرمن اودره ازوله  يې د دغه سازمان د نوې لويې مديرې په توګه انتخابه کړه.
د رسمي رايو له مخې: ميرمن ازوله د ديرشو رايو په ترلاسه کولو او د خپل قطري سيال حمد الکواري ته د ماتې په ورکولو سره چې په دې بريالى شوى و ٢٨رايې ترلاسه کړي، د يونسکو د اجرائيوي شورا له خوا د دغه سازمان د لويې مديرې په توګه انتخابه شي.
اودره اوزله د دې لپاره چې په رسمي توګه د يونسکو لويه مديره شي، د لړم د مياشتې د  ٢٣ او  ٢٤ نېټو په علني غونډه کې د دغه سازمان لوى غړي چې په پاريس کې به ترسره شي؛ د دغو غړو موافقه ترلاسه کړي.
د يونسکو په روانو انتخاپاتوکې د مصر، آذر بايجان، ويتنام، قطر، چين، لبنان او د فرانسي له هېوادونوڅخه او د نوماندانو د دغه نړيوال پست د ترلاسه کولو لپاره سيالي وکړه.
د يونسکو لوى مدير د يوې څلور کلنې دورې لپاره انتخابيږي.
پاى ع ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته