ټولنه

څه د پاسه پنځه زره جريبه ځمکه په غزني کې دولت ته وګرځول شوه

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د زبرځواکو له خوا په زرګونو جريبه ځمکه بېرته دولت ته وګرځول شوه.
د دولت د ملکيت څه د پاسه پنځه زره جريبه ځمکه د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په خشک سيمه کې چې کلونه کلونه مخکې د ځمکې د مافيا له خوا غضب شوې وه؛ بيرته واخستل شوه.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ځمکې په غيرقانوني ډول د ځمکې د مافيا له خوا پلورل شوې وه او جوړ شوي کورنه پکې ويجاړ کړى شول.
ويل کيږي ددغوکورونو د ويجاړولو په بهيرکې د کرنې، عدليې او د څارنوالي رييسان او په خپله د والي په ګډون يو هيئت موظف شوى و چې دغه ځمکې بيرته واخستل شي.
دغزني والي زياته کړه: همدا اوس څه دپاسه ١٥٠ زره جريبه دولتي ځمکه له غاصبانو سره ده او دولتي ځواکونه هلې ځلې چې دولتي ملکيتونه له غاصبانو څخه وژغوري .
خبرځاى زياته کړه: په دې لاره کې ستر چلنجونه په دغه ولايت کې نا امني ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته