سیاست

امريکا له افغانستان څخه نه وځي.

واشنګټن ايرنا  –باختر د سلواغې دمياشتې ١١
د ٢٠١٧ م کال تر پاى پورې له افغانستان څخه په بشپړه توګه دامريکايي ځواکونو دوتلو په برخه کې ددغه هيواد جمهور رييس بارک اوباما دانتخاباتي شعارونو په خلاف د راتلوونکو لسيزو په بهير کې په افغانستان کې دپوځيانو دځاى پرځاى کولو د اړتيا په باب دامريکايي پوځي قوماندانانو له خوا ګونګوسى اوريدل کيږي.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ : چې دواشنګټن پست ورځپاڼې ديوه جګپوړي پوځي مقام له خولې په دې برخه کې وليکل : چې دغه تصميم له پرله پسې بريدونو سره په مخامخ کيدو او دالقاعده د روزنيزو اډو دجوړولو په احتمال کې چې له سيمې څخه بهر تبليغات به ولري دافغانستان د دولت د کمزورتيا په خاطر دپوځيانو دوتلو دپروګرام دلغوه کولو په باب په تيرمني کې د اوباما دتصميمونو له مخې نيول شوى دى .
واشنګټن پست دامريکا په نوي لرليد کې دلوري دغه بدلون داوباما دانتخاباتي کمپاينونو دژمنو په نسبت د ده په سياستونو کې دلوري يو جدي بدلون وباله .
دغه ورځپاڼه دپنتاګون ديوه جګپوړي مقام له خولې چې دنامه دنه اخستلو په شرط مرکې ته حاضر شوى دى ليکي: (( موږ په دې پوه شولو چې په رښتينې توګه له افغانستان څخه دځواکونو دوتلو امکان شتون نه لري سيمه ييز ځواکونه هوايي ، اطلاعاتي او لوژيستيکي ملاتړ ته اړتيا لري او له دريو څخه تر پنځو کلونو پورې نه شو کولاى هغوى چمتو کړو او موږ دې ته اړيو چې د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې شو.
همدا اوس څه ناڅه نهه زره اته سوه تنه امريکايي ځواکونه په افغانستان کې ديره دي چې ځينې يې دسيمه ييزو ځواکونو دپوځي مستشارانو په توګه ياديږي.
بارک اوباما هوډ درلود چې دخپل جمهوري رياست د دوران ترپايه پورې ټول امريکايي پوځيان له افغانستان څخه وباسي خو داسې بريښې چې دغه پروګرام به د امريکا راتلوونکي جمهور رييس ته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته