سیاستخبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر له امیر سره وکتل

کابل، د کب ۱۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد او لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د قطر له امیر الشیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر پرمختګ بحث وشو.

په دې کتنه کې د قطر امیر الشیخ تمیم بن حمد آل ثاني افغانستان یو دوست او ورور هېواد وباله او د ښه نیت ښودنه یې وکړه.

ورته مهال مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له همکاریو مننه وکړه او له خپله اړخه یې د اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړ.

نوموړي همدا راز د افغانستان په آزادۍ او د اشغالګرو ځواکونو په ایستلو کې د قطر هېواد له کوربتوب او ښه منځګړيتوب څخه یې یوځل بیا مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته