٢- کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
په نورستان ولايت کې شپږ تنه پاکستاني طالبان د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار ډيورنډکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې بريد وشو .
جګړه هغه وخت ونښته چې يوه ډله وسله وال طالبان د ډيورنډ له کرښې څخه په تېريدو سره غوښتل په نورستان ولايت کې ځاى پرځاى شي .
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي .
ويل کيږي؛ په دې پيښه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ