ټولنه

په سمنګانوکې ټولګټې پروژې پرانيستل شوې

کابلباختردميزان٦
لس ټولګټې پروژې د سويډن په مالي مرسته په سمنګانو ولايت کې بشپړې اوګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د سويډن موسسې دکليو د پراختيا د پروژومسوول محمدحليم واحد باخترآژانس ته وويل: دغې پروژي چې د حضرت سلطان ولسوالۍ په لسو کليوکې بشپړې شوې دي؛ د يو ټولنيز اوفرهنګي مرکز جوړول، د اوبو د اتو زيرمو کيندل، دڅښاک د اوبو د پنځو ژوروڅاه ګانو کيندل، د لس نيمو کيلومترو په اوږد والي دکليوالي سړکونو  ترميمول او کريړ اچول او شلو تنو ښځو ته د خياطى روزنيزکورس پکې شامل دي.
د واحد د څرګندونو له مخې: د دغو پروژو لګښت چې د سويډن له خوا تمويل شوى دى؛ نهه مليونه درې سوه زره افغانۍ کيږي.
ددغو پروژو د پر انيستلو په مراسموکې د سمنګانو ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رئيس انجنير محمدآصف دولت شاهي وويل: د حضرت سلطان او فيروزنخچيرپه اويا کليوکې د سويډن د کميټې له خوا شپږ پنځوس مليونه اوڅلور سوه زره افغانۍ د هغو پروژو لپاره چې دخلکو له خوا پيشنهاد شوې اوبيلې کړاى شوې وې او تراوسه پورې دخلکو اووه ديرش پيشنهادي پروژې بشپړې شوې دي او له دغوپروژو څخه په دغو ولسواليوکې او لس زره شپږ سوه کورنيۍ ګټه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته