امنیت

دوه تنه طالبان دماين دچاودنې له امله ووژل شول .

غزني  باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان پرون په غزني ولايت کې  و وژل شول .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر اسد الله انصافي باختر آژانس ته وويل :   دوه تنه وسله وال طالبان د هغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې دغه ماين  دکابل- قندهار د لويې لارې د اندړو ولسوالۍ د ګيرده جومات ته څيرمه ښخ کړى.
ويل کيږي ددغې چاودنې له امله د ګيرده جومات هم يو څه ويجاړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته