ټولنه

په بغلان کې د سیلاوونو د را وتلو له امله مالي زیانونه

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ٢٤ مه د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې تېره شپه د سیلاوونو د را وتلو امله مالي زیانونه اوښتي دي . د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري باختر آژانس ته وویل چې د سختو اورښتونو له امله د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په سکار دره کې په لسګونو کورونه، څه ناڅه یو زرو۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ شوي او په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلې دي. غفوري زیاته کړه چې د دغو سیلاوونو د راوتلو له امله د سر زیان نه دی اوښتی، خو څو څاروي له منځه تللي او سړکونه هم ویجاړ شوي دي. پای/ سعیده/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته