امنیت

يوملکي په قندهار کې په يوه چاودنه کې ووژل شو

کابل /دکب ٢٢ / باختر
يو ملکي په قندهار کې په يوچاودنه کې ووژل شو او ٢ تنه پوليسان ټپيان شول.
د رارسېدلوخپرونوله مخې؛ بم په يوموټرسايکل کې ځاى پرځاى شوې و او د ډنډ ولسوالي په يوګڼ مېشته ساحه کې وچاوديد.
د قندهار د پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې چاودنه کې د سيمې يو اوسيدونکى ووژل شو او ٢ تنه پوليسان ټپيان شول.
تراوسه پورې د دغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
خوامنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغې چاودنې مسوول بولي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته