سیاست

دامريکا جمهور رئيس دبې پيلوټه الوتکو دبريدونو دفاع وکړه .

واشنګټن باختردجوزا٤
دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما دبې پيلوټه الوتکوبريدونو اود تروريستانو د هدفمندو وژنو دفاع وکړه او په همدې حال کې يې د ګوانتانامو د جيل د تړلو لپاره دنويو هڅو خبر دارۍ ورکړى دى.
اوباما دملي دفاع په پوهنتون کې په خپلې وينا کې هلې ځلې و کړې چې له تروريزم څخه درامنځته شويو ګواښونو ماهيت او پراختيا چې دامريکا متحده ايالاتو ته متوجه دي ، بيا تعريف کړي .
ده وويل : نه زه او نه کوم بل جمهور رئيس کولاي شي د تروريزم دبشپړ ځپلو ژمنه وکړي هغه څه چې موږ کولاي شو او بايد تر سره يې کړو دهغو شبکو دړې وړې کول دي چې امريکا ته مستقيم ګواښ متوجه کوي .
دغه احتمال چې نورې ډلې وکولاي شي دخپل موقعيت دتثبيتولو امکان پيدا کړي کم کړو . داټول په داسې حال کې ترسره کوو هغه ازادى او مفکورې چې دفاع يې کوو، وسا تو .
بارک اوباما زياته کړه چې دامريکا د متحده ايالاتو ملت لا تر او سه پورې د تروريزم ترګواښ لا ندې دى او له هغه څه څخه چې د ٢٠٠١ ملادي کال دسپتمبر د مياشتې په يوولسمه نيټه تر سره شول ، ګواښونه بدل شوي دي
اوباما وويل چې دبې پيلوټه الو تکو بريدونه له تروريزم سره دمبارزې يوه برخه ده .
اوباما د بې پيلوټه الوتکو  دبريدونو دفاع وکړه او ويې ويل چې په دغه چلند سره هدفمندي وژنې هم قانوني دي او هم اغيزمنې .
ده په هغو ملکي تلفاتو چې کله نا کله په دغو بريدونو کې رامنځته کيږي ، اعتراف وکړ او زياته يې کړه چې دهغو په کمښت کې هلې ځلې روانې دي
دده دڅرګندونو له مخې، له دغه شان بريدونو مخکې بايد داسې لوړډاډ موجود وي چې هيڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه اوړى اودا ډير لوړ ستندرد دى چې کولاي شو جو1ړ يې کړو .
اوباما په خپلې دغې وينا کې دغه راز په کيوبا کې دامريکا په پوځي اډه کې دګوانتانامو جيل د تړلو لپاره دهلو ځلو په باب له کانګرس سره دډب د ماتولو لپاره دګامونو د اخيستلو خبر ورکړ .
ټاکل شوې ده دامريکا ددفاع وزارت دګوانتانامو دجيلونو په باب پوځي محکمه جوړه کړي چې په لازمو مواردو کې تروريستان په محکمو اود نظامي عدالت په سيستم  کې دعدالت ميز ته راوکاږي .
دالقاعده  يو شمير مشران د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په واسطه وژل شوي دي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دامريکا پوځي شتون کمښت مومي، اوباما جوته کړه چې اوس د پاليسۍ دبدلون وخت دى او له افغانستان څخه وړاندې موږ بايد خپلې هلې ځلې له تروريزم سره بې پايه نړيواله جګړه تعريف نه کړو بلکې ددې پرځاى بايد دبنسټ پالو شبکو د له منځه وړلو لپاره په پرله پسې اوهدفمندو هلو ځلو لاس پورې کړو چې امريکا ګواښوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته