امنیت

په بورکه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٧  :
وسله وال طالبان په بورکه ولسوالۍ کې د سر د دروند زيان په زغملو سره پرون تيښتې ته اړ شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالرشيدبشير باختر آژانس ته وويل: د بورکې په ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ٩ تنه طالبان ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول او طالبان تيښتې ته اړ شول.
خبرځاى وويل: وسله والوطالبانو په بورکه کې په امنيتي پوستو په بريد سره غوښتل چې په دغې ولسوالۍ کې نا امني رامنځته کړي او دخلکو دانديښنې سبب شي. خو د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله تيښتې اړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته