ښوونه او روزنه

حامدکرزي د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره نوي تعليمي کال پيل کړ

کابل باختر د وري ٥ مــــــــــــه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي د شنبې په ورځ د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره نوي تعليمي کال پيل کړ .

باختر اژانس ته د جمهور رياست مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې

په هغې غونډه کې چې له همدې امله د کابل ښار د اماني د عالي ليسې په تالار کې جوړه شوې وه،دولسي جرګې ریس، دکابينې او ملي شورا يو شمير غړو ، علمي ـ  فرهنګي شخصیتونو، په کابل کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړي و .

حامدکرزي په دغو مراسمو کې د نوي تعليمي کال د پيل له امله د افغانستان خلکو او د پوهنې کارکوونکو ته مبارکي وويله او له دې عمله یې خوښي څرګنده کړه چې د یوولسم ځل لپاره د افغانستان د پوهنې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې  پیل کیږي چې د افغانستان  د پوهنې پرمختګ له هیلو څخه ډک دی او د افغانستان خلک ورباندې ویاړي.

ده، وویل: له هغو ټولو ستونزو سره سره چې زموږ په مخکې پرتې دي، د پوهنې په برخه کې پرمختګونه د ستایلو وړ دي. خو لا هم افغانستان د نړۍ د ورسته پاتې هېوادونو په کتار کې شمېرل کیږي.

حامدکرزي زیاته کړه: افغانستان یوازې او یوازې د پوهنې له لارې کولای شي پرمختګ  وکړي  او له دې لارې په خپلو پښو ودریږي.

 د هيواد جمهور رئيس دکمیت په لحاظ د پوهنې په برخه کې پرمختګونه مثبت وبلل خو ټینګاریې وکړ چې اوس باید د پوهنې کیفیت ته لا ډیره پاملرنه وشي او په دې لاره کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

 حامدکرزي وویل: د افغانستان دولت تېر کال د هند او ترکیې په هېوادونوکې د افغان ځوانانو د لوړو زده کړو لپاره له خپلې ملي بودیجې څخه پنځه میلیونه امریکایي ډالره بیل او ۵۰۰ تنه محصلان یې دغو هېوادونو ته واستول خو سږ کال مو د پیسو دغه اندازه لسو میلیونو ډالرو او د محصلانو شمېر مو ۱۰۰۰ تنو ته لوړ کړی دی او په راتلونکو کلونو کې به دغه شمير له دې هم زیات شي.

د هېواد جمهورریس په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو د زیاتوالي څخه یادونه وکړه خو د دغو ښوونځیو او پو هنتونونو له خاوندانو څخه یې وغوښتل چې لږ تر لږه دې خپل تعلیمي نصاب او درسي پروګرامونه د دولتي ښوونځیو او پوهنتونونو له ښوونیزو پروګرامونو سره برابر کاندي.

حامدکرزي د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو او د ملي شورا غړو ته لارښوونه وکړه چې د خصوصي ښوونځیواوپوهنتونونوتعلیمي پروګرامونه    دې په جدي توګه وڅارې.

جمهورریس د هېواد په بیلابیلو برخوکې د ۵۰۰  ښوونځیو پر تړل کیدو خواشیني وښوده او یو ځل بیا یې پر طالبانو او د دولت پر مخالفینو غږ وکړ چې په هېوادکې د ښوونځیو له تړلو او ښوونکو ته له زیان رسولو څخه دې لاس واخلي.

حامدکرزي د ښوونځیو تړل او له زده کړې څخه د افغان ماشومانو محرومول د افغانستان له خلکو او د اسلام له مقدس دین سره دښمني وبللهاو وې ویل: د ښوونځیو تړل او له زده کړې څخه د افغان ماشومانو محرومول په حقیقت کې په بیوزلۍ کې د افغانستان ساتل دي.

جمهورریس وویل: د ښوونځیو تړل او له زده کړې څخه  د افغانستان د خلکو د بچیانو لرې ساتل، نورو ته د افغانستان د محتاجۍ او غلامۍ  په معنی ده.

حامدکرزي په دې غونډه کې د پوهنې له زده کوونکو څخه وغوښتل چې د خپلو درسونو ترڅنګ دې بهرنۍ ژبې هم زده کړي ځکه دولت په پام کې لري چې د طب محصلانو خپلې زده کړې په انګلیسي ژبه ترسره کړي .

ده، وویل: هغه افغان نجونې او هلکان چې ښوونځیو ته ځي هغوی یو دین لري او دغه دین له اوسني حالت څخه دافغانستان ژغورل دي .

حامدکرزي افغان ځوانان مخاطب کړل،او وې ویل: که چیرې تاسو ځوانان د علومو په ټولو برخوکې ځانونه و رسوی ډیر ژرده چې افغانستان په خپلو ودریږي.

جمهور رئيس دغه راز د هېواد له دیني عالمانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل چې کورنۍ دې دیته وهڅوي چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو ته واستوي .

حامدکرزي د خپلې وینا په پای کې د هېواد له ملي سوداګرو او ټولو شتمنو هېوادوالو څخه وغوښتل چې په هېوادکې د پوهنې د پرمختګ لپاره دې د پوهنې له وزارت سره مرسته وکړي.

په دغومراسمو کې د پوهنې وزير فاروق وردګ هم خبرې وکړې،او وې ویل: د ښوونځي د زنګ کړنګول نه یوازې د نوي تعلیمي کال د پیل کیدو لمانځنه ده، بلکې دهمدغه زنګ په کړنګولو سره همدا نن پر خپلو عادي او انکشافي فعالیتونو سربیره ښوونځي ته د ټولو ماشومانو د لاس برى د درې کلن اشر کار پیل کوو او هیله لرو چې د دغه درې کلن اشر په نتیجه کې به د لوی خدای په مرسته په دې باندې وتوانیږو چې په ویاړ سره دا اعلام کړو چې د ښوونځي د عمر لرونکي ټول ماشومان مو په ښوونځي کې شامل کړي دی.

د پوهنې وزیر د پوهنې پرمختګ ته داشارې په ترڅ کې وویل: په تېرو یو و لسو کلونو کې د هېواد د پوهنې نظام ديادونې وړ پرمختګونه کړي دي او دغه پرمختګونه په ډاډمنه توګه د پراختیا او ښه والي په لور روان دي.

ده، وویل: که څه هم په تېر تعلیمي کال کې دګڼو پرمختګونو ترڅنګ د پوهنې د نظام پر وړاندې یو لړ جدي ستونزې هم موجودې وي خو سږکال به هڅه وکړي چې پرتې ستونزې له خپلې لارې لرې کړي.

فاروق وردګ وویل: د پوهنې وزارت د پلانونو له مخې به په نوي تعلیمي کال کې په سلوکې دڅلويشتو نجونو په شمول یو اعشاریه څلور میلیونه نوي زده کوونکي، طالب العلمان او محصلان د هېواد په تعلیمي موسسو کې شامل شي. له دې جملې څخه به یو اعشاریه درې میلیونه تنه د عمومي زده کړو په برخه کې،څلویښت زره تنه د اسلامي زده کړو په برخه کې، دیرش زره تنه د ښوونکو د روزنې په برخه کې او دیرش زره تنه به دتخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې شامل شي.

ده، وویل: د ورى په ۱۶مه به یو ولس زره تنه نوي ښوونکي او کارکوونکي په ټول هېواد کې د ملي آزموینې له لارې په دندو وګمارل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته