امنیت

په قندهار کې دنهو تنووسله والو طالبانو وژل کيدل

دقندهار ښار / باختر/ د کب دمياشتې ٩ مه نيټه :                                               

نهه تنه وسله وال طالبان دپوځيانو دتوپونو په ډزو کې ووژل شول .                           

په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په ميوند ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي بريد وشو. دهېواد په جنوب  کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل؛ دپوځيانو په دغو توپخانه يي ډزوکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په قندهارولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه امنيتي ځواکونو نن سهارشپږماينونه دقندهارولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف او شنډکړل.                     پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته