ټولنه

د جان آقا الکوزي د فاتحې مراسم پرځاى شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٥
د هيواد د وياند او ژورناليست جان آقا الکوزي د فاتحې مراسم نن د عيدګاه په جامع جومات کې پرځاى شول.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دغو مراسموکې چې د جان آقا الکوزي د کورنۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او د آزادۍ راډيو له خوا پرځاى شول؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زردشت شمس، په پارلماني چاروکې د دولت وزير پوهنمل نبي فراهي، سياسي او فرهنګي شخصيتونو د ملي شورا يو شمېر استازو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار او وياند هارون حکيمي، د پوهنتون استادانو، د رسنيو کارکوونکو، د ملي راډيو ټلويزيون او د باختر آژانس رييسانو او د دغو ادارو کارکوونکو، شاعرانو، ليکوالانو او د مشرقي قومي مشرانو ګډون کړى و.
جان آقا الکوزي د خپل ژوند زياته برخه په دولتي او آزادو رسنيوکې د اطلاع رسولو په برخه کې تېره کړه او د ٦٨ کلنى په عمر په اتريش کې په مهاجرت کې حق ته ورسيد او په خپل پلرنى ټاټوبى ننګرهارکې خاوروته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته