کابل / د زمري ۲۱ / باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې ځایه شویوکورنیولپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ډاډ د ترلاسه کولولپاره د بې ځایه شویوکسانوځایونه وکتل.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي سیارټیمونوپه چمتوالی او سمبالولوسره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول یې د مهاجرینو د استوګنې په ساحه کې پیل کړي دي.
د عامې روغیتا وزارت مشرتابه ژمن دی چې د هروهغو بې ځایه شویو کورنیو روغتیايي حالت ته چې مرستوته اړتیا لري په وخت سره رسيدګي وشي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بې ځایه شویوکورنیو له ځایونوڅخه د کتلوپه وخت کې روغتیايي کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې له تولوهلوځلوسره د بې ځایه شویوکورنیو په خدمت کې واوسي او له هیڅ راز هلوځلوڅخه د روغتیايي خدمتونوپه آمرکې ډډه ونه کړي. ع