امنیت

په چاڼيزو عملياتو کې د ٤٨ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختردمرغومي دمياشتې٣٠ نيټه  :
اته  څلويښت تنه تروريستان  د هېواد  په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته  خبر ورکړ.
په تېرو  ٢٤ ساعتونو کې  ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د هېواد په بيلابيلو سيمو کې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې  ٤٨  تنه  ډار اچوونکي  ووژل شول ، ١١ تنه ټپيان اودرې تنه نور ونيول شول.
دغه عمليات  د هوايي اوتوپچي  قوتونو په ملاتړ د ننګرهار ، غزني ، لوګر ، خوست ، روزګان،  زابل ، هرات ، فارياب ، بغلان ،کندز ، نيمروز او د هلمند په ولايتونو کې ترسره شول چې له امله يې د کندز ولايت په چار درې ولسوالۍ کې  ١٨ تنه ډار اچوونکي   ووژل شول  ، پنځه تنه ټپيان  او درې تنه ونيول شول  ، يو موټر ،اووه ماينونه او د درندو وسلو يوه اندازه مهمات له منځه تللي دي.
د هلمند ولايت د نوزاد  او موسى قلعه ولسواليو کې څوارلس تنه ډار اچوونکي  وژل شوي  او  د دښمن درې موټرونه  هم له منځه تللي دي.
د لوګر ولايت په څرخ  ولسوالۍ کې  اته تنه  ډار اچوونکي  وژل شوي  او د دښمن دوه قرارګاوې  له منځه تللي دي او يوموټر، اووه ځانمرګي واسکټونه ،درې بورۍ چاويدونکي توکي  ، پنځلس  ماينونه  ، يو ډبى اکسيجن ،ديرش لاسي بمونه  اويوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
دغه راز په  دغو عملياتو کې د قند هار ولايت په شاولي کوټ  ولسوالۍ  کې  اووه تنه  ډار اچوونکي  وژل شوي  پنځه تنه ټپيان  شوي دي.
دزابل ولايت په شا جوى ولسوالۍ کې يو تن ډار اچوونکى  وژل شوى او د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يو تن تروريست ټپي شوى دى.
پاى عطاالله ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته