امنیت

درې تنه ډار اچوونکي په کندزکې ووژل شول

کندز/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
درې تنه ډار اچوونکي پرون په کندز ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو آمريت مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د کندز ولايت د مرکز په مربوطاتوکې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
ده زياته کړه چې په دې نښته کې دغه رازدوه تنه نورمخالفين ټپيان شوي دي.
جمشيدي زياته کړه چې د يوه وسله وال مخالف مړى له يوه توغندي سره د جګړې په ډګرکې پاتې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته