کابل باختر دکب څلورويشتمه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل له چاودنې مخکې په لغمان ولايت کې کشف او شنډ کړ .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل چې د طالبانو د ډلې د يو قوماندان قاري علم دتروريستي ډلې له خوا د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار يوې ګڼ ميشتې سيمې ته ليږدول شوې و؛ د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړى شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ