امنیت

دهېواد په ختيځ کې په نويو هوايي بريدونو کې داعشيانو ته دسر دروندزيان

د جلال آباد ښار  باختردزمري دمياشتې ٦ مه :
نهه  ديرش تنه  داعشيان په نويو هوايي بريدونو کې د هېواد په ختيځ کې ووژل شول.
د  ننګرهار ولايت دکوټ ، هسکې مينې  اود اچين په  ولسواليو کې د دغو داعشيانو په پټنځايونو له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې  هوايي بريدونه وشول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍوياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل ؛ په دې هوايي بريدونو کې پنځه ديرش تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل  دغه داعشيان  په خپلو پټنځايونو کې  ديولړنويو ډاراچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو  چې دبې پيلوټه الوتکو له خوا پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي  په دې هوايي بريدونو کې  دسيمې خلکو ته  زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيانو په ننګرهارولايت کې ديولړ چاودنو مخه نيولې ده .
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛   امنيتي مامورينو نن سهار  پنځه ماينونه  د
خوږګياڼيو ، اچين  ، مهمنددرې او دکوټ ولسواليو  له ګڼ ميشتو لارو څخه
کشف اوشنډکړي دي .
دننګرهار پوځي مقامات طالبان او داعشيان ددغه شان ناکامه  ماين ښخونې عاملين بولي  او وايي چې ددغو ماين ښخولو دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره  هلې ځلې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته