-باکو باختر دمرغومي درې ويشتمه :
داذربايجان جمهوريت يوه ډله نوي ځواکونه د ناتودتړون دنړيوالو ځواکونوپه چوکاټ کې دماموريت داجرا کولو لپاره پرون افغانستان ته ورسيدل .
دايران دولتي خبري اژانس داذربايجان جمهوريت د دفاع وزارت له خولې خبر راکړ ، چې دغه يو څلويښت کسيزه ډله ددغه هېواد دپخوانيو ځواکونو ځاى نيولې دي او د ناتو تړون دغوڅ ملاتړ دغير محاربوي عملياتو په چوکاټ کې په افغانستان کې دنده ترسره کوي .
داذربايجان دسولې ساتنې پوځيان له ٢٠٠٢ميلادي کال څخه په افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکوي .
اوس داذربايجان ٩٠ تنه پوځيان او دوه تنه پوځي ډاکتران له دوو فني افسرانو سره په افغانستان کې دسوله ساتو په نړيوالو عمليات کې ګډون لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ