امنیت

دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې ملاقاسم ټپي شو او ورور يې ونيول شو .

کابل باختر دسلواغي لسمه
دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو له امله  دطالبانو د ډلې سرګروپ ملا قاسم له دريو تنو افرادو سره يې ټپي شو.
دبادغيس دوالي ويندوى شرف الدين مجيدي باختر اژانس ته وويل: دغه عمليات دملي اردو دځواکونو له خوا دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ  دکله خانې په سيمه کې ترسره شول . چې له امله يې دطالبانو د ډلې يو سرګروپ ملاقاسم له دريو تنو افرادو سره يې ټپي شو .
دمجيدي دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتو کې دملاقاسم ورور دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شو او يو بل طالب ووژل شو .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغو عملياتو په بهير کې يو کرولا موټر او څلور کلاشينکوفونه هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
مجيدي وويل: دغو عملياتو يوه ورځ دوام وکړ او په بهير کې يې دملي اردو ځواکونو اوملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته