امنیت

جمهوررئيس حامدکرزي په فارياب کې تروريستي بريد په کلکو ټکو وغانده

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٧
د افغانستان جمهوررئيس حامدکرزي هغه تروريستي ځان مرګی بريد په کلکه وغانده چې له امله يې د فارياب په ولايت کې ۱۵ ملکي وګړي ووژل شول.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي
د فارياب ولايت د چارواکو د معلوماتو له مخې د افغانستان د خلکو د ښمنانو په يو ريکشا کې د چاوديدونکو توکو په ځای پرځای کولو سره  نن سهار د ميمنې په ښارکې د عامو خلکو په منځ کې په يو تروريستي ځان مرګي بريد لاس پورې کړ چې  له امله يې ۱۵ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۲۷ نور ټپيان شول. په شهيدانو او ټبيانوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
جمهوررئيس حامدکرزي دغه تروريستي ځان مرګی بريد په کلکه وغانده او د دا ډول بشري جنايتونو ترسره کول يې د هغو مزدورو عناصرو کار وباله چې د پرديو د ناوړو اهدافو لپاره مسلمانان وژني او په افغانستان کې نا امني رامنځته کوي.
د هېواد جمهوررئيس په دغې غمجنې پيښې له خبريدو وروسته، سملاسي د عامې روغتيا له وزيرې او د فارياب له والي سره  ټليفوني خبرې وکړې او هغوی ته يې لارښوونه وکړه چې د دغه تروريستي بريد له زيانمنو شویو سره لازمې بيړنۍ مرستې وکړي.
  جمهوررئيس حامدکرزی د شهيدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته د لوی خدای له درباره څخه د سملاسي روغتيا  هيله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته