ټولنه

روزنيز ورکشاپ جوړ شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
دښځو دحقوقو دپوهاوي په باب شپږ ورځنى روزنيز ورکشاپ نن په ايبکو ښارکې پيل شو.
په دې ورکشاپ کې چې دسمنګانو دولايتي پرمختيا دکميټې له خوا پرمخ وړل کيږي څه ناڅه دوه سوه تنو ميرمنو ګډون کړى دى چې دښځو په حقوقو دپوهاوي او دجبري ودونو په شان موضوعګانې پکې لوست ورکول کيږي.
ددغه ورکشاپ په برخه وال په ولسواليو او کليو کې دپرمختيايي کميټو ښځينه غړي ، مديرانې او سرښوونکې او دکور ميرمنې دي چې کولاى شي د زده کړې په دوره کې ترلاسه شوي مهارتونه او پوهه نوروته وليږدوي.
دغه ورکشاپ به شپږ ورځې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته