امنیت

دکورنيو چارو او دفاع وزارتونه راتلوونکى کال له امنيتي پلوه د يو ښه کال اټکل کوي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٥ :
دهېواد امنيتي مسوولين وايي  چې دوسله والو  مخالفينوپه وړاندې دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه به د دوبي په شان په ژمي کې هم  دوام وکړي.
دکورنيو چارو او ددفاع  د وزارتونو مطبوعاتي مسوولين وايي  په وسله والو مخالفينو فشار دوام  کوي چې  کمزوري شي   .
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق  صديقي   په دې   باور دى  چې  دشفق _ ٢ په عملياتو کې  به اساسي هدف  دوسله والو مخالفينو  دمرکزونو او دکليدي افرادو له منځه وړل وي.
ده وويل  چې دغه عمليات کامياب و  او ټاکلي هدفونه ترلاسه شوي دي.
دشفق _ ٢ عمليات  دليندۍ په مياشت کې دهېواد په  ١٣ ولايتونو کې پيل شوي دي .
صديقي زياته کړه: اساسي هدف دا دى چې په دښمن فشار راوړل شي  ترڅو هغوى  په راتلوونکي پسرلي کې  دتحرک قدرت ونلري اوله هغو سيموڅخه چې پکې فعاليت کوي  ، وشړل شي .
ددغو عملياتو نتيجې ښې وې او ټاکلي هدفونه ترلاسه شوي دي.
هرکال دژمي  په موسم کې په هېواد کې عمليات  لږترسره کيدل  خو امنيتي  مسوولين وايي چې سږکال به  دوسله والو پرخلاف  پوځي اقدامات زيات شي . 
دافغانستان دملي دفاع وزارت  دوياند مرستيال محمد رادمنش هم  په دې باب وويل  چې دهېواد په اتلسو ولايتونو کې ٢١عمليات په پروګرام کې لري  او راتلوونکى کال به  له امنيتي پلوه ښه کال وي.
دوسله والو  مخالفينو دروزنې او تبليغاتو سيمې بايد له منځه يوړل شي او  دشفق _ ٢ عمليات په همدې مقصد دروان کال  په  ژمي کې دوام لري او اټکل کوو چې  راتلوونکى کال به يو ښه کال وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته