امنیت

د افغان ځواکونو او د ځانمرګو يرغلګرو ترمنځ نښته د دريو تنو ځانمرګو يرغلګر په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو او د ځانمرګو يرغلګرو ترمنځ نښته د دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده.
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې درې تنه ځانمرګي يرغلګر د ګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل او وروسته د امنيتي ځواکونو او د ځانمرګو يرغلګرو ترمنځ جګړه ونښته .
ځواک وويل: له يو ساعته نښتې وروسته افغان امنيتي ځواکونه د درې واړو ځانمرګو يرغلګرو په ځپلو بريالي شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې پيښه کې يو ملکي وګړى او درې تنه پوليسان شهيدان شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
عمر زياته کړه چې د دغې پيښې ټپيان د لښکرګاه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .
د روغتون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته