نړۍ

ديونان مالي بحران : ديورو دحوزې دهيوادونو دنوي مهلت ټاکنه .

آتن  باختر د چنګاښ اوولسمه :
  ديورو،داروپادواحدوپيسودهيوادونوحوزې د پنجشنبې ورځ ديونان  دوړانديزونو دترلاسه کولو لپاره دنوي مهلت په توګه وټاکله او دراتلوونکې يکشبنې په ورځ يې د اروپا داتحاديې دټولو غړو دغونډو غوښتنه کړې ده .
ديورو دحوزې له مشرانو سره ديونان بيړنۍ خبرې پرون آتن ته دپور دورکولو دشرايطو  پرسر يوې موافقې ته له رسيدو پرته پاى ته ورسيدې .
ديورو دحوزې دهيوادونو دماليې  وزيرانو له يونان  څخه غوښتي وو چې دخپلو پورونو دورکړې دبحران دحل کولو لپاره يوه نوې طرحه وړاندې کړي خو په پرونۍ غونډه کې ديونان مقاماتو کومه مشخصه طرحه وړاندې نه کړه .
يونان پخوا ديکشنبې په ورځ دمالي ژغورنې هغه طرحه چې پخوا داروپا داتحاديې له خوا طرحه شوې وه دټولپوښتنې  په ترسره کولو سره رد کړه .
ټاکل شوې ده داروپا داتحاديې دراتلوونکې يکشنبې  دورځې غونډه دټولو غړو آن د يورو په حوزه کې دهغو هيوادونوپه ګډون په بروکسل ښار کې جوړه شي چې داتحاديې غړيتوب نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته