نړۍ

د روهينګيا ياغي مسلمانانو يو اړخيړ اوربند اعلام کړ

رنګون بي بي سي باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
هغو مسلمانو ياغيانو چې د اراکانو د روهينګيا د برخې د آزادۍ  غوښتوونکې  اردو تر عنوان لاندې د ميانمار له حکومت سره جنګيږي، اعلام کړى دى چې په جګړې ځپلو سيموکې انسان دوستانه فعاليتونو ته د اجازې د ورکولو په موخه نن يو اړخيز اوربند کوي.
د ميانمار حکومتي ځواکونو لا تراوسه پورې د دغه اوربند له رعايتولو سره خپله  ليوالتيا نه ده اعلام کړې.
له دې سره جوخت ياغيانو له حکومتي امنيتي او نظامي ځواکونو څخه هم  غوښتي دي چې د انسان دوستانه مرستو د بيا پيلولو په موخه دې سرله نن څخه خپل بريدونه وځنډوي.
د مسلمانو ياغيانو له خوا يو اړخيز اوربند په داسې حال کې اعلاميږي چې د ميانمار يوه مقام پرون بي بي سي ته وويل چې حکومت يوازې ځينې هغو روهينګيايي مسلمانانو ته چې له هېواد څخه تښتيدلي دي، د ستنيدو اجازه ورکوي او ټول يې د ستنيدو اجازه نلري.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د روهينګيا زياتره مسلمانان نه شي کولاى چې خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه هغوى د ميانمار اتباع نه  بلل کيږي او د دغه هېواد زياتره خلک هغوى له بنګله ديش څخه غيرقانوني مهاجران بولي .
د ميانمار د مسلمانو ياغيانو او د دغه هېواد د حکومت د امنيتي او نظامي ځواکونو ترمنځ د وسله والو نښتو له پيل څخه تر اوسه پورې کابو ٣٠٠ زره تنه له روهينګيا څخه تښتيدلي  دي.
د روهينګيايو زيات شمېر مسلمانان چې د تاوتريخوالي له امله له خپلو استوګنځي څخه تښتي، هلې ځلي کوي چې له پولې څخه په تيريدو سره بنګله ديش ته لاړ شي.
د ميانمار مسلمانان وايي چې حکومت په هېوادکې د دغه مذهبي لږکي د نسل وژنې په لټه کې دى.
د بشري حقوقو سازمان وايي: داسې سندونه په واک کې لري چې ښيي د ميانمار امنيتي ځواکونو له بنګله ديش سره په پوله کې د پرسونل ضد ماينونه ځاى پرځاى کړي دي.
د ملګروملتو سازمان وايي چې څه د پاسه ٢٧٠ زره تنه روهينګيايي مسلمانان د دغې سيمې د ياغيانو پرخلاف  د ميانمار د اردو د عملياتو له پيل کيدو وروسته له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه تښتيدلي دي.
د ملګرو ملتو سازمان د حالاتو د څيړنې لپاره د بيړني اقدام غوښتنه کړې ده.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته