نړۍ

دا مريکا نوى کنګرې په کار پيل وکړ.

 

واشنګتن بي بي سي   باختردمرغومي دمياشتې  ١٥ :

دامريکا يوسلو ديارلسمې کنګرې په رسمي ډول په کارپيل وکړ اوپه لومړى کارى ورځ  کې يې دجمهوريت غوښتونکو استازي جان بينردنورو دوو کلونو لپاره  دامريکا دمتحده ايالاتو دمجلس دويندوى په توګه وټاکل شو.

دغه رايه اخيستنه دمالى سقوط په نامه  دپروګرام دمخنيوي پرسر له خپل ګوندسره له مقابلې وروسته ترسره شوه .   

له نوى کانګرس څخه تمه کيږي چې له ناحل شويو اقتصادي مسلو سره مقابله وکړي

تمه کيږي دغه کانګرس له پخواني کانګرس څخه ښه عمل وکړي اودخپلو لومړنيو غونډومهمې برخې دبودجې کسر او ددولت دپورونو موضوع ځانګړې کړي .

دغه راز دلومړى ځل لپاره  دبودايي اوهندويسم د اديانو پيروانو دامريکا کنګرې ته لاره موندلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته