بروکسل راشيا تودي باختر د تلي دمياشتې ١٧ :
د ناتو د پوځي تړون عمومي منشي ينس ستولتنبرګ په پولند اوسلواکيا کې د دوو نويو مقرونو د جوړولو او د پوځونو د شمير د زياتوالي خبر ورکړ .
د ايران دولتي خبري آژانس د راشا تودي د خبري آژانس له خولې وليکل :
د ناتو عمومي منشي په بروکسل ښارکې د ناتو د غړو هېوادونو د دفاع د وزيرانو دغونډې ترڅنګ اعلام وکړ چې هيله لري چې په پولند او سلواکيا کې د ناتو دوه نور مقرونو جوړول تصويب شي .
د ناتو عمومي منشي په سيمه کې د پوځي شتون پياوړتيا ته په اشارې سره وويل دناتو د تړون سازمان چې پخوا يې په ختيځه اروپا کې د شپږو کوچنيو مقرونو دجوړولـــــــو تيارى درلـــــود په پام کې لـــــري چــــې دخپلــو جنګــــي تمرينو شمير زيات کړي.