ورزش

دافغانيار دخصوصي ليسې دفوټبال ټيم دآسيا دجنوب هيوادونوپه سياليو کې دويم مقام وګاټه.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دافغانيار دخصوصي ليسې دفوټبال دڅانګې ورزشکارانو په هندوستان کې د آسيا دجنوب  دهيوادونو په سياليو کې د دويم مقام په ګتلو سره نن سهار هيواد
ته راستانه شول.
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختر آژانس خبريال خبر راکړ :
دغه سيالۍ چې دڅلور ديرشو هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون څه موده مخکې
په هندوستان کې د فوټبال او ځغاستي په څانګو کې پيل شوې وې  د افغانيار دخصوصي ليسې دفوټبال دڅانګې ورزشکارانو دويم مقام او ددغې ليسې دځغاستې يو ورزشکار څلورم  مقام وګاټه.
په دغو سياليو کې دنيپال ټيم لومړى  مقام او جنوبي افريقا دويم او دريم مقامونه ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته