اقتصاد

د بغلان بزګرانو د للمي حاصلاتو د زياتوالي خبره کوي

 کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر
د بغلان کروندګر د خپلو للمي ځمکو د حاصلاتو د زياتوالي په خاطر خوشحاله دي.
دوى وايي چې سږ کال په پسرلي کې پرله پسې اورښتونو په بغلان کې للمي کروندې خړوبې کړې دي او هيله من چې زيات حاصلات واخلي.
خو يوشمېر هغه بزګران چې په آبي ځمکو کې کرکيله کړې ده؛ ادعا کوي چې په ژمي کې واوره و نه شوه او په بغلان کې بې وخته اورښتونو په دغه ولايت کې د غنمو او اوربشو کروندو ته زيان اړولى دى.
د نهرين ولسوالۍ يو للمي کار بزګر محمد ايوب د باختر آژانس سيمه ييز خبريال علي علمي ته وويل چې په پسرلي کې د باران اورښتونو په دې ولسوالۍ کې للمي کروندې خړوبه کړې دي او دوى خوشحاله دي چې په روان کال کې د تېرکال په نسبت، په للمي حاصلاتو کې يې ٥٠ سلنه زياتوالى رامنځته کېږي.
د دشت خواجه الوان يو للمي کار بزګر محمد علي نبي زاده وايي چې په ژمي کې  دومره واوره ونه شوه، خو په پسرلي کې د باران اورښتونو تر يوې اندازې پورې  للمي ځمکې خړوبه کړې.
هغه په داسې حال کې چې د پلخمري د دشت الوان سيمې د للمي کروندو د حاصلاتو  د زياتوالي دومره هيله نه لري؛ له دولت څخه يې وغوښتل چې ددغې سيمې له بزګرانو سره مرسته وکړي.
خو د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رييس عبدالغياث صديقي پرله پسې اورښتونه ددغه ولايت د بزګرانو د کروندو د حاصلاتو په زياتوالي کې يوښه زيرى وباله او ويې ويل چې د بغلان د کرنې د حاصلاتو معيار يوازې پلخمري نه دى، بلکې سږ کال د بغلان د ولسواليو د آبي او للمي ځمکو حاصلات ښه وي.
د ده د څرګندونوله مخې، په بغلان کې څه دپاسه ١٠٦ هکتاره للمي ځمکه او ٩٨   زره او ١٠٠ هکتاره آبي ځمکه شتون لري او د دغه ولايت ٨٠ سلنه کليوالي خلک خپل ژوند د کرنې او مالدارۍ له لارې پرمخ وړي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته