امنیت

د طالبانو يو قوماندان له اووتنو افرادو سره يې ووژل شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له اووتنو افرادو سره يې نن په روزګان ولايت کې ووژل شو.
دغه طالبان کله چې په دهراوود ولسوالۍ کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د پوځيانو له کمين سره مخامخ شول.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوځيانو په دې کمين کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له اووتنو افرادو سره يې ووژل شو.
ده وويل: طالبان په دهراوود ولسوالۍ کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته