کابل باختر د سلواغۍ لسمه :
په غور ولايت کې يو څوارلس کلن هلک دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .
دغور ولايت پوليسو دقومي مشرانوپه همکارۍ نن دغه هلک دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړ او کورنۍ ته يې وسپاره .
دغه څوارلس کلن هلک حفيظ الله نوميږي او دغور ولايت دجوين په ولسوالۍ کې دپوليسو لاس ته ورغى .
دامنيتي مسوولينو دڅرګندونو له مخې: دغه هلک اتيا شپې او ورځې دانسان تښتوونکو په بند کې و او ويل کيږي چې د وسله والو طالبانو دډلې دسيمه ئيز قوماندان ملا مصطفي دافرادو له خوا تښتول شوى و .
دحفيظ الله کورنۍ وايي چې دده دخلاصون په بدل کې طالبانو شپږ سوه زره افغانۍ غوښتتې وې او دوى ددغو پيسو دورکولو توان نه درلود .
ده ددغه هلک په خلاصون کې دپوليسو او دقومي مشرانو دهمکارۍ له امله مننه وکړه .
0 1 دقیقه لوستل