روغتیا

تبصره:

کابلباختر داسد١٤
په افغانستان کې (د مور په شيدو د تغذيې) نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې يونيسف په هيوادکې د نويو زيږيدلو ماشومانو د حالت له امله انديښنه څرګندوي او وايي چې په افغانستان کې په سلوکې پنځوس ماشومان د مور په شيدو نه تغذيه کيږي.
دباخترآژانس مبصرليکي: د مور په شيدو تغذيه د نويو زيږيدلوماشومانودروغتيا ، پالنې اوجسماني ودې لپاره بنسټ بلل کيږي. دغه راز د ميندو د روغتيا لپاره هم يو مهم کاردى.
سره له دې چې د يونيسف او د نړۍ د روغتيايي سازمان په ګډون معتبرې نړيوالې موسسې او افغاني مقامات په هيوادکې د ميندو اوماشومانو د مړينې دکچې دکمښت له امله خوشي څرګندوي؛ لا تر اوسه پورې هم داسې ستونزې شته چې ددې څرګندوى دي چې په هيوادکې نوى زيږيدلي ماشومان اونورماشومان له جدي خطر سره مخامخ دي او د مور په شيدو په سلو کې د پنځوسوماشومانو او نويو زيږيدلو ماشومانو نه تغذيه يو له دغو مواردو څخه دى چې کيداى شي له انديښنو ډک يو کاروي.
د مور په شيدو ددغوماشومانو نه تغذيه له بيلا بيلو عواملو سره تړاو لري . د يوې مور له نه جسماني ځواکمنۍ څخه نيولى په ناوړو باورونو او دودونو ترمنګولې لګولو پورې، ځکه د افغا نستان په زياترو سيمو په تيره بيا په لرې پرتو او کليوالي سيموکې په بيلابيلوعنوانونودمورپه شيدودماشومانودتغذيې مخه نيول کيږي. آن ميندې ددغه شان دودونو او بې باوريو په څپوکې خپلونويو زيږيدلو بچيانو ته د شيدې ورکولو حق نه لري. هغه ماده چې د زيږون تر وخته پورې په وروستيو يوولسو ورځوکې د مور په بدن کې پيدا کيږي؛ لرې غورځول کيږي او مور د دې اجازه نشي ترلاسه کولې چې په هغې خپل نوى زيږيدلى ماشوم تغذيه کړي.
په داسې حال کې چې د ژوندانه په لومړيو شيبو کې د ماشوم تغذيه د نويو زيږيدلو ماشومانو په سلوکې دڅه دپاسه ديرشوکمښت سبب کيږي. د مور په شيدو تغذيه د زړه په ناروغيو د اخته دخطر په کمښت کې اغيزه لري او د نويو زيږيدلو ماشومانو په را تلونکې اوسلامتيا باندې چې د هيواد د را تلونکي جوړونکي دي؛ اغيزمن دى.
په داسې حال کې چې دا کار په افغاني ټولنه کې له ستونزو سره يوځاى دى؛ افغانستان لا تراوسه پورې هم له هغو اسانتياوو څخه چې وکولى شي روغتيايي خدمتونه په مطلوب ډول وړا ندې کړي ، لرې دي. دغه ستونزه زياتره په لرې پرتو او کليوالي سيموکې په جدي ډول محسوسه ده.
خلک دځان او دخپلو بچيانو په درملنه کې په  تحريف شويو دودونو او خبرو باورلري. په داسې حال کې چې په بشري ټولنه کې روغتيا يو حق دى؛ نه امتياز.
همدا اوس په افغانستان کې د هرو زرو تنو لپاره يواځې له شپږو څخه تراوو تنو پورې روغتيايي کارکوونکي شته.  له هرو دريو ميندوڅخه يوه يې دماهرې روغتيايي کارکوونکې په وړاندې زيږون کوي. داکار د دې څرګندوى دى چې په افغانستان کې زيات شمېر ميرمنې د زيږون په وخت کې د مور په شيدو د استفادې داغيزمنتوب په ګډون د روغتيايي لارښوونو په باب معلومات نه لري.
ددغه شان حالت پاى ته رسول په هيوادکې ديو قوي روغتيايي نظام د جوړولو غوښتنه کوي. حکومت او نړيوال تمويلوونکي دې بايد په ځانګړى توګه په لرې پرتو او کليوالي سيموکې د رو غتيايي کارکوونکو دشمير د زياتوالي لپاره چې د هيواد  زيات شمېر وګړو ته يې ځاى ورکړي دي، پانګه واچوي.
دغه راز ديني واعظانو، د مدرسواستادانواو د ښوونځيوښوونکوته لازمه ده چې د مور د شيدوګټې د ديني لارښوونو اوحکمونو په رڼاکې تبليغ کړي چې موږ د يوې روغې ټولنې خاوندان شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته