ټولنه

دباميانو ولايت دعدليې رياست ودانۍ دجاپان په مرسته جوړه شوه .

کابل باختر د لړم لومړي:
دباميانو ولايت  دعدليې رياست  ودانۍ  په افغانستان کې  دجاپان  دسفير او ددغه ولايت دسرپرست له خوا پرانستل شوه  او ګټې اخستنې  ته وسپارل شوه .
  په افغانستان کې دجاپان سفير  هيروشي تاکاشي چې دباميانو ولايت  دعدليې رياست  دنوي ودانۍ  دپرانستلو په مراسمو کې  خبرې کولې  وويل ، دغه ودانۍ  دجاپان په مرسته  جوړه شوې ده  چې ددغه رياست  کارکوونکو ته يې  دکارکولو ښه شرايط برابر کړى دى . او دهيوادوالو دحقوقوپه تامينولو او دعدالت  په تطبيق کې  ګټوره ده .
  دجاپان دسفير  دڅرګندونو له مخې ، ودانۍ نه شي کولي  چې عدالت  تامين کړي او دقضايي بنسټونو  مسلکي کارکوونکي دي  چې بايد  دعدالت دتامينولو لپاره  هڅه او هاند وکړي .
ده زياته کړه : جاپان  علاقمند دى چې دافغانستان  دعدلي او قضايي ارګانونو په برخه کې  پانګونه وکړي او مرسته وکړي  چې  دافغانستان خلک په عدالت برلاسي ولري .
  تاکاشي وويل  دجاپان خلک به  هغه وخت له خپلو دغو مرستو څخه  خوشحاله شي  چې دافغانستان خلک په يو داسې هيواد کې ژوندوکړي چې عدالت پکې تامين وي .
  دباميانو ولايت دعدليې رياست ودانۍ  دملګروملتو په سازمان  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې او جرمونو دکنترول  دادارې له خوا دجاپان په مرسته د څه دپاسه اته نيمو مليونو افغانيو په لګښت  جوړه شوې ده .
ددغې ادارې  دعدلي او قضايي پروګرام رييس وويل  چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده چې شپاړلس خونې لري او د تودولو سيستم هم پکې په پام کې نيول شوې ده .
  دباميانو ولايت  سرپرست  غلام علي وحدت  ددغې ودانۍ په جوړولو کې  دمرستې په لاره کې دجاپان له سفير او له دغه هيوادڅخه  مننه وکړه او دباميانو ولايت دبيا جوړولو په برخه کې يې  دجاپان ددولت  دزياتو مرستو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته