کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو په پوستو دطالبانو دډلې دبريد له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دفراه ولايت ويندوى جواد افغان دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه پرون سهار دبالابلوک ولسوالۍ ددهزک کلي په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته . چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوليسو په امنيتي پوستې بريد کړى و .
ديو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده زياته کړه ددغې نښتې په بهيرکې چې اته ساعته يې دوام درلود دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
افغان زياته کړه په دې نښته کې يوملکي وګړى او دپوليسو يوسرتيرى ټپيان شول او طالبان له ساحې څخه تيښتې ته اړ شول .
0 1 دقیقه لوستل