کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
د اسلامي نړۍ دفرهنګ دپايتخت په توګه دغزني د سولې او دوستى ښار د نومولو مراسم د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د پيغام په لوستلو سره پيل شول .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دغومراسموکې چې دکابينې او دپارلماني دځينو غړو ، د دولتي ادارو د مسوولينو او د درنو بهرنيو ميلمنو په ګډون پيل شول؛ دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس پيغام په ديني او فرهنګي چاروکې دجمهوري رياست دسترسلاکار پوهاند نعمت الله شهراني له خوا ولوستل شو .
وروسته دغزني والي خبرې وکړې او غزني ته د دولتي او بهرنيوميلمنو د پراخ ګډون هرکلى وکړ. بيا د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار وينا وکړه .
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دغزني او په تاريخي او تمدن کې دهغه د رول په باب اوږدې خبرې وکړې .
جزئيات وروسته خپريږي .