روغتیا

دعامې روغتيا وزير د فساد له امله د دغه وزارت د زيانمنې په برخه کې د ميک کميټې د څيړ نې هرکلى وکړ

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د ميک د څارنې او څيړنې کميټې او د عامې روغتيا وزارت په دې وروستيو وختوکې د فساد په وړاندې دعامې روغتيا وزارت د زيانمنې دکچې په باب  ځانګړى رپوټ وړاندې کړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مقصد د عامې روغتيا د وزير ډاکتر فيروزالدين  فيروز، په پرمختيايي پروګرامونو کې دشفافيت په  چاروکې د جمهور رئيس دسترسلاکارسردار روشن،د ميک يا د څارنې او څيړنې دکميټې د کميشنر ډاکتر سلاګجانا تيسوا، د اجرائيه رييس  او ددغې کميټې داجرائيه رئيس نسيم اکبر او دتخنيکي سلاکار ميتور راديک په ګډون دحکومت د رسنيو په مرکز کې  جوړه شوه؛ ډاکتر فيروزالدين فيروز په دغه وزارت کې د فساد شتون تائيد کړ او ويې ويل: هغه څه چې دغې کميټې څيړلې دي؛ زموږ د تائيد وړ دي او دغه وزارت د هغه په سپارښتنو عمل کوي. خو بايد وويل شي له هغې  ژمنې سره سم  چې له خلکو او حکومت سره مې کړې وه، عمل  پرې شوى دى.
ډاکتر فيروز وويل چې د ميک د څارنې او څيړنې کميټې د دغه وزارت دمشرتابه په بلنه دفساد په  وړاندې دعامې روغتيا وزارت د زيانمنې د کچې   په څيړنې لاس پورې کړى دى .
ده وويل چې ددغه رپوټ په باب کار د ١٣٩٤ کال   دمرغومي له مياشتې څخه    د ١٣٩٥ کال  دغبرګولي ترمياشتې پورې په هېوادکې د روغتيا او دفساد پرخلاف د مبارزې په برخوکې دافغانانو او د نړيوالو کارپوهانو په ګډون يو تخنيکي ټيم له خوا ترلاس لاندې نيول شوى دى.
دميک دڅارنې او څيړنې دکميټې مسوولينو وويلچې د ميک په رپوټ کې  داړتيا وړ روزنيزو مواردو په باب  ١١٥مشخص سپارښتونه، دروغتيايي اطلاعاتو د مديريت دسيستم او دډاډ وړ درملو واردات، دپلټنې اوڅيړنې دحالت ښه والى شامل دى او د رښتينو اصلاحاتوپه رامنځته کولو او دفساد  دکمښت په لاره کې  هلې ځلې   لازمي بلل کيږي .
په دې غونډه کې دعامې روغتيا وزير وويل چې ددغې کميټې ټول سپارښتونه به عملي شي  خو دعامې روغتيا وزارت په خپل  چوکاټ کې داسې   همکاران لري چې هلې ځلې يې کړې دي اوپه سختو شرايطو کې  دروغتيايي خدمتونوپه وړاندې کولو کې خلکو ته خدمت  کوي.
ډاکترفيروز داداري فساد دټغر د راټولولو په کار کې ددغه وزارت په مبارزې  ژمنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې له فساد سره دمبارزې په کار کې دملي وحدت د حکومت دمشرتابه بشپړ ملاتړ له ځان سره لري .
ديادونې  وړ ده دا لومړى  وزارت دى  چې دميک دڅيړنې اوڅارنې  له کميټې څخه يې غوښتنه کړې ده چې دفساد په  وړاندې ددغه وزارت دزيانمنې  کچه وڅيړي  او د فساد د شتون په باب يې د څيړنې په نتيجو ټينګار کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته